د پاکستان پيپلز پارټۍ د اطلاعاتو سيکرټري فيصل کريم کنډي وئيلي دي چې مونږ د مسلم ليګ نون سره اتحاد کړی وو نه د ضياء له بچو سره، په عدلي نظام کې د اصلاحاتو راوستل پکار دي.
باغی ټي وي رپورټ
لاهور کښې د نديم افضل چن او نورو مشرانو سره د پريس کانفرنس په مهال ده ووئيل چې د اتحاديانو لخوا ځينې شيان راځي نو په دومره عجلت کښې دې نه شي او که بهر شو نو له منځه به ځي.
فیصل کریم کنډي وویل چې ویل کیږي چې دوی به سنده ته راشي، سنده ته د راتلو څخه هیڅوک نه دي منع شوي، ځینې ګوندونو ته بیساکې پکار دي نه مونږ ته، اوس که څوک ووټ ته د عزت ورکولو له نظریې څخه تښتیدلی وي. د دوی ګناه څه ده؟
د خبري غونډې په مهال نديم افضل چن اوويل چې اليکشن کميشن ولې د نيټې په ورکولو کښې ځنډ کوي؟
هغه وويل پخواني متحدين ايډيالوژيک اتحادي نه دي، هيڅ ګوند بايد د کوادريانو تر شا پټ نه شي.
د پيپلز پارټۍ مشرانو اوويل چې د دوي حکومت د پيپلز پارټي چيئرمېن د پختګۍ له وجې جوړ شوے دے۔