نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ به نن په نيويارک کې دملگرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې دگډون لپاره امريکا ته ځي.

باغی ټي وي رپورټ
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ به د ستمبر په 22مه نيټه د پاکستان په نمائندګي د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ ته خطاب کوي۔
د خارجه دفتر چارواکو له مخې د SDG سرمشريزه او بېلا بېلې خبرې به د ستمبر په 19مه نېټه كېږي، وزيراعظم به د ستمبر په 20مه نېټه د موسمياتي اخراج په سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي او په 20م ستمبر به د وبائي مرض مخنيوي غونډه كښې هم ګډون كوي۔
د خارجه دفتر د چارواکو له مخې انورحق کاکړ به د ستمبر په 20مه نيټه په مالي كنفرنس كښې د جي 77 او مالي وسائلو په اړه هم خبرې وكړي او د ستمبر په 22مه نېټه به د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ عمومي غونډې ته وينا كوي۔






