د پيپلز پارټۍ د مرکزي ايګزيکټيو کميټۍ (سي ای سي) په غونډه کې بلاول بهټو زرداري د آصف زرداري ترکي ته د ترکيې په ځواب ورکولو سره په غونډه کې موجود ګوند مشران حيران کړل.

باغی ټي وي رپورټ

په غونډه کې غړو په ځينو مسايلو د پيپلز پارټۍ په مشرۍ په ښکاره نيوکې وکړې او ويې ويل چې شهباز شريف به کله هم وزيراعظم نۀ وى که دپيپلز پارټۍ ملاتړ نۀ وى.

د غونډې په يو مهال اصف علي زرداري خورشيد شاه ته وويل چې شهباز شريف ته يې د اپوزيشن ليډر جوړ کړی دی، چې په اړه يې بلاول بهټو وويل چې شهباز شريف يې لومړی وزير کړی دی. اصف زرداري د بلاول په ځواب کې خندل.

د سي ای سي غړو اوویل چې د مسلم لیګ (ن) او جے یو آئی مشران په نیوکې سره احسانونه بدلوي.

غړو وويل چې دپي ټي ايم سره په يوځاى کېدو سره مو سودا وکړه، اوس په اوسنيو حالاتو کې دانتخاباتو نتيجې دټولو مخې ته دي.

د سي ای سي غړو د وفاقي کابينې په اړه سخت تحفظات څرګند کړل او د وفاقي کابينې معامله يې آصف زرداري ته وسپارله.

د پيپلز پارټۍ مرکزي ايګزيکټيو کميټۍ هم د سندهـ په نگران حکومت سخته انديښنه ښودلې او وئيلي يې دي چې د پيپلز پارټۍ د مشرانو په ضد مقدمې جوړيږي .

د پيپلز پارټۍ مشرتابه د وفاقي کابينې په اړه په اړوند فورم کې د پورته کولو باور ورکړو او غړو ته يې د اليکشن کمېشن په اړه د بيان بازۍ نه کولو هم هدايت وکړو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载