په لندن کې د مسلم ليګ نون په غونډه کښې قانوني ډلې نوازشريف ته پاکستان ته د تللو صفایی ورکړه

دا منظوري او صفایی په لندن کښې د مسلم ليګ (ن) د مشرانو يوه مهمه غونډه کشې شوې ده.
0
82

باغی ټي وي رپورټ
په لندن کې د مسلم ليګ (ن) د مشرانو يوه مهمه غونډه شوې ده.

په لندن کې شوې دغه مهمه غونډه کې د مسلم ليګ نون مشر نواز شريف، پخوانى وزيراعظم شهباز شريف، د قانون پخوانى وزير نذير تارړ، امجد پروېز ملک، عطاء تاره او رشاق دروېش ګډون کړى و.

اعظم نذیر تارڑ او امجد پرویز ملک پاکستان ته د پخواني وزیراعظم د واپسۍ لپاره د قانوني ټیم لخوا نواز شریف او د غونډې نورو ګډونوالو ته بریفنګ ورکړ.
دسرچينو له مخې قانوني ډلې نواز شريف ته پاکستان ته دراتگ کلیرینس ورکړى دى.

د نواز شریف وطن ته د ستنېدو نېټه ټاکل شوې، هغه به د اکتوبر په ۲۱ لاهور ته رسېږي
حقوقي ډله وايي، نواز شریف پاکستان ته د ستنېدو په قضیه کې له کومې قانوني ستونزې سره مخامخ نه دی.

د مسلم ليګ نون قانوني ډلې پاکستان ته د نواز شريف د واپسۍ لپاره ايکشن پلان تيار کړی دی.

ياده دي وي چي پخوانى وزيراعظم نوازشريف به د اکتوبر په 21 نيټه پاکستان ته واپس راځي او وئيلي شوي دي چي مسلم ليګ ن به د هغه تود هرکلي کوي۔

Leave a reply