د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد له مرستیال سفیر سره کتلي.

د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد له مرستیال سفیر سره کتلي.
16 سپتمبر شنبه 2023
د کورنیو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال د پاکستان هیواد د سفیر له مرستیال سره ولیدل.
خبر زیاتوي چې هغه غونډه چې په همدې موخه په یاد معینیت کې جوړه شوې وه، د نشه یي توکو سره د مبارزې معین ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن دوی ته د ښه راغلاست تر څنګ په افغانستان کې د نشه یي توکو سره د مبارزې په کړنلاره رڼا واچوله او د دې شومې پدیدې په له منځه وړلو کې یې له دوی څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.
د پاکستان هیواد د سفیر مرستیال محمد جنید وزیر هم په افغانستان کې د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه وستایله وویل چې، د نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هیوادونو ګډ کار دی چې باید وشي.
اړوند موضوعات
د نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت مرستیال د یوناما داخلي سیاسي رئیسې سره کتلي.
ښاغلي وزیر د خپلو خبرو په دوام، مسوولینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ څرګند کړ. غونډه د دواړو لورو د اړینو خبرو وروسته پای ته ورسیده.






