برتانوي پانګوال د کانونو سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر کانونو د پانګونې لیوالتیا ښودلې.
برتانوي پانګوال د کانونو سرپرست وزیر سره په لیدنه کې په افغانستان کې پر کانونو د پانګونې لیوالتیا ښودلې.
16 سپتمبر شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د کانونو او پطرولیم وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر شیخ شهاب الدین دلاور تېره ورځ له بریټانیوي پانګوال آنتوني رد سره په خپل کاري دفتر کې کتلي دي.
د کانونو او پطرولیم وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان په طبيعي زېرمو د پانګونې، د بهرنيو شرکتونو د جلب او جذب لپاره د مناسبو شرايطو او په ټول هيواد کې د امنيت تامين په اړه بحث او نظرونه شریک کړل.
یاد وزارت زیاتوي، چې بریټانیوي پانګوال کتنه کې د افغانستان پر کانونو باندې د پانګونې لپاره خپله لېوالتيا وښودله.
اړوند موضوعات
د افغانستان د کانونو په سکټور کې د انګلیسي پانګوالو لېوالتیا
د کانونو وزارت سرپرست وزیر بهرنيو شرکتونو ته د لازمو همکاريو او اسانتياوو رامنځته کولو لپاره د همکاريو ډاډ ورکړ.