باغي ټی وی رپورټ
اسلام آباد کښې ميډيا سره خبرو کښې د نيپرا چيئرمين وسيم مختار اوويل چې د بجلئ نرخونو کښې د زياتوالې مخنيوي لپاره د بجلۍ غلا بندول پکار دي او څوک چې د بجلۍ غلا کوي هغه به عدالت ته وړاندې کوي۔
هغه وويل، چې اوس حالات داسې حد ته رسېدلي، چې موږ بايد ځينې سختې پرېکړې وکړو، د انرژۍ په برخه کې ازاد بازار مخکښ دی، مصرف کوونکي بايد له هغه شرکت څخه چې وغواړي برېښنا واخلي.
چيئرمېن نيپرا وويل دا مهال د بجلۍ پېداوار ظرفيت ٤٨ زره ميګاواټه ده، NTDC د کوم پلانټ د توليد لګښت په نظر کې نيولو سره برېښنا ترلاسه کوي.
د اوور بلنګ په اړه هغه وويل، د اوور بلنګ مخنيوي لپاره کمېټه جوړه شوې، پکار ده چې د برېښنا د بيې د راټيټولو لپاره دې د کارکوونکو پر ضد اقدام وشي او خصوصي سکتور دې راوستل شي.
وسیم مختار زیاته کړه چې د بجلۍ نرخونو فیصله د عامه اورېدنې وروستو کېږي، نیپرا هېڅکله په بنده کوټه کې کومه پرېکړه نه ده کړې، د بجلۍ نرخونو کې د زیاتوالي د درخواستونو په اړه عامه اورېدنه کېږي چې وروسته د نرخونو د زیاتولو پرېکړه کېږي.










Leave a Reply