د چین او پاکستان د اقتصادي دهلیز په چوکاټ کې د چین لخوا جوړ شوي د ګوادر د نوي نړیوال هوايي ډګر پرانستل د نورو شپږو میاشتو لپاره وځنډول شول.
باغي ټی وی رپورټ
جیو نیوز سره په خبرو کې د سول ایوی ایشن اتھارټی جنرل خاقان مرتضی وویل چې د ګوادر نوی هوایی ډګر په روانه میاشت کې پرانستل کیده خو د تخنیکی وجوهاتو له وجې وځنډول شو.
هغه وویل، له چین څخه پاکستان ته د هوايي ډګر د تجهیزاتو او تخنیکي وسایلو په رسیدو کې ځنډ راغلی، تمه ده چې له چین څخه د سمندر له لارې ګوادر ته را رسیدونکي وسایل په روانه میاشت کې راشي.
خاقان مرتضی وویل چې چینايي چارواکي د ګوادر هوايي ډګر د پرانستلو لپاره د ۲۰۲۴ کال د مارچ میاشت وخت ورکوي، ښايي د ګوادر نوي هوايي ډګر د فعالولو لپاره د انتظاماتو په بشپړولو کې نوره هم ځنډ راشي، دغه هوايي ډګر د ګوادر هوايي ډګر له اوسني هوايي ډګر څخه ۲۶ کیلومتره شمال لوري ته دی. دا په ختیځ لوري کې موقعیت لري او د پاکستان حکومت لخوا ورته 3000 جریبه ځمکه ورکړل شوې وه.
هغه زياته کړه چې د نوي اسلام اباد هوايي ډګر په څېر د ګوادر هوايي ډګر د پاکستان دويم ګرين فيلډ هوايي ډګر دى.