په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر رچرډ اولسن د اخلاقي قوانینو د سرغړونې په تور په درې کاله بند او ۹۳۴۰۰ ډالره جریمه محکوم شو.

0
192

باغي ټی وی رپورټ

د رسنیو په وینا ریچارډ اولسن اعتراف کړی چې د شخصي ګټو لپاره یې له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

اولسن د تیر جون په میاشت کې تحقیق کونکو ته د غلط بیاناتو او د بهرنیو حکومتونو لپاره د لابی کولو اړوند قوانینو څخه د سرغړونې په جرم اعتراف وکړ.

په پاکستان کې د امریکا پخوانی سفیر رچرډ اولسن د اخلاقي قوانینو د سرغړونې په تور په درې کاله بند او ۹۳۴۰۰ ډالرو جریمې محکوم شو.

د رسنیو په وینا رچرډ اولسن اعتراف کړی چې د شخصي ګټو لپاره یې له خپل مقام څخه ناوړه ګټه پورته کړې ده.

اولسن د تیر جون په میاشت کې تحقیق کونکو ته د غلط بیاناتو او د بهرنیو حکومتونو لپاره د لابی کولو اړوند قوانینو څخه د سرغړونې په جرم اعتراف وکړ.

د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، رچرډ اولسن په پاکستان کې د سفیر په توګه د دندې پر مهال له یوه پاکستاني الاصله امریکايي سوداګر څخه هم ګټې ترلاسه کړې.

د محکمې په اسنادو کې د دغه پاکستاني الاصله امریکايي نوم د پرسن ون په نوم یاد شوی، چې د ریچارډ اولسن له خوا وهڅول شوی و، چې د کولمبیا په پوهنتون کې د خپلې مېرمنې د زده کړې لپاره ۲۵۰۰۰ ډالر ورکړي.

همدارنګه د دندې په لړ کې سفیر ته لندن ته د لومړۍ درجې هوايي سفر لپاره ۱۸ زره ډالره ورکړل شول.

د میډیا د راپورونو له مخې بله علاقه دا وه چې اولسن د یو کس په استازیتوب د کانګرس غړو ته د پاکستان او مینځني ختیځ هیوادونو ته د وسلو د ورکولو لپاره لابي کولو ته هم چمتو و.

دغه پاکستانی الاصله امریکایی د ۲۰۲۱ کال ټاکنو کمپاین ته په غیر قانونی ډول د پیسو ورکولو په تور په ۱۲ کاله بند محکوم شو.

د بهرنيو ميډيا له مخې اولسن ته د سه شنبې په ورځ سزا اورول شوې وه چې درې ورځې ځنډول شوې ده.

رچرډ اولسن په ۲۰۱۶ کال کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه تقاعد شو او له ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۵ کال پورې یې په پاکستان کې د امریکا د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

Leave a reply