د افغانستان او پاکستان سوداګرو له ۹ ورځو ځنډ وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیل هرکلی کړی دی

0
113

نصیب شاه شینواري
د افغانستان او پاکستان سوداګرو له ۹ ورځو ځنډ وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پیل هرکلی کړی دی.
د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر ضیاالحق سرحدی او خان جان الکوزي د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د بیا پرانستلو هرکلی وکړ.
پوله وروسته له هغه وتړل شوه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښته وشوه او بیا پوله وتړل شوه .
د دواړو خواوو امنیتي ځواکونه وروسته له هغه پاکستاني چارواکو پوله په بشپړه توګه د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړله.

د نهه ورځني بند په پایله کښې د پاکستاني او افغان چارواکو تر منځ له برياليو خبرو اترو وروسته د سهار په ۱۱ بجو پوله د هر ډول تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه ،ضياء الحق سرحدي او خان جان الکوزي وويل، دا د سوداګرو ټولنې لپاره ښه خبر دی چې د دواړو هېوادونو ترمینځ پوله خلاصه شوه.

د پاک افغان جائنټ چیمبر آف کامرس چارواکو په دې خبره زور راوړو چې د دواړو ملکونو ترمېنځه تجارت دې د کومې لانجې په صورت کښې و نه ودرول شي.د فرنټیر کسټم اېجنټ ایسوسی ایشن (FCAA) مشر او صدر دا هم وویل چې د خرابو موادو د خرابېدو له وجې د پاکستان او افغانستان د سوداګرو په وينا، د پولې د وروستيو تړلو له امله د دواړو هېوادونو سوداګرو ته څه باندې درې ميليونه ډالره زيان اوښتى دى.د پاکستان او افغانستان د سوداګرو په وينا، د سوداګريزو فعاليتونو پراختيا د دواړو هېوادونو سخته اړتيا ده. دا به په سیمه ایزه کچه تجارت ته وده ورکړي چې د ډیرو خلکو لپاره به کار پیدا کړي.

مشرانو اوویل له تورخم څخه د سوداګرۍ دوام به پاکستان ته اجازه ورکړي چې خپل مالونه د منځنۍ اسیا هېوادونو بازارونو او حتی ځینو اروپايي هېوادونو ته هم صادر کړي.

هغه وويل، د ملګرو ملتونو د ترانسپورت د نړيوال اکس روټس (TIR) کنوانسیون له مخې د تورخم له لارې افغانستان ته د چين د بار وړونکو توکو د تېرېدو د اجازه ورکولو وروستی اقدام يو نوی پيل دی چې دې سره به په دې سیمو کښې مالی او اقتصادي پرمختګ مخې ته راشي،
تجارت به زیات شي خو د ګمرکونو د تصفیې، د مالونو د انتقال، د تیلو کاروبار، ورځنۍ مزدوري به د خلکو لپاره د معیشت لوی فرصتونه رامینځته کړي او همدارنګه به د وخت په تیریدو سره نږدې 70٪ او لوژستیکي لګښتونه 30٪ کم کړي.

فایل فوټو: خان جان الکوزې ،افغان سوداګر او د سوداګرو اتحادیی مشر


.

Leave a reply