د اسلام اباد های کورټ پولیسو ته امر کړی چې د پخواني داخله وزیر شیخ رشید نیول شوي بلټ پروف ګاډي دې بیرته ورکړي.

باغي ټی وی رپورټ
د اسلام اباد هائي کورټ کښې شيخ رشيد د ګاډو په اړه انټر کورټ اپيل دائر کړے وو کوم چې عدالت منلې او د سنگل بينچ فيصله ئي کالعدم ګرځولې ده۔
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس مياګل حسن اورنګزيب او جسټس ارباب طاهر په مشتمل بنچ ليکلي فيصله جاري کړه۔
محکمې په خپله پرېکړه کې ویلي چې پولیسو د شیخ رشید ګاډي په ناقانونه توګه ضبط کړي، نو باید هغه ځای ته وسپاري چې نیول شوي دي.
عدالت په ليکلي فيصله کې وئيلي دي چې شيخ رشيد په مقدمه کې د شريک ملزم په ضمني بيان کې نومول شوی ؤ ، دهغه څخه نيول شوي گاډي په جرم کې نه دي استعمال شوي .
عدالت زیاته کړه چې ظاهراً پولیسو د شیخ رشید د سپارلو لپاره ګاډي ضبط کړي وو، د هغه د ګاډو د ضبطولو پر مهال قانوني عمل نه دی شوی.





