د پاکستان انټرنيشنل ائيرلائنز (پي آئي اے) د پرائيوټائزيشن په اړه وزيراعظم هاؤس کښې د شوې غونډې دننه کيسه مخې ته راغلې ده۔
باغي ټی وی رپورټ
د PIA د پرائیویټ کولو اقدام کوم چې منتخب وزیراعظم نه شو کولی د نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ لخوا ترسره شو.
دسرچينو ترمخه دپي آئي اے دپرائيويټ کولو فيصله کېدو سره سمدستي بينکونو دپي آئي اے لپاره دقرض منظوري ورکړه، يو شخصي بينک به پي آئي اے ته يو کروړه روپۍ لنډمهاله قرض ورکوي، دغه قرضه به دزياترو ضروري اداء کولو لپاره کارول کيږي.
سرچينې وائي چې نيشنل بينک پي آئي اے لپاره د 13 اربه روپو قرض منظوري ورکړې ده، د نيشنل بينک قرض به د 6 مياشتو نه تر يو کال پورې کاري سرمايه وي.
سرچينې وائي چې د پي آئي اے کارکردگۍ به نن ماښام د معمول سره سم شروع کيږي چې د قرض رقم اکاونټ کې ترلاسه کيږي، د قرض ترلاسه کولو وروستو به د پي آئي اے 2 بوئينگ 777 الوتکې چې گراؤنډ شوې وې تر ماښامه به بيړۍ ته راځي.
د ذرائعو ترمخه د نگران وزيراعظم په مشرۍ کښې شوې غونډه کښې د پي آئي اے د نجائي کولو په اړه مهمې فيصلې شوي او د وفاقي وزير فواد حسن فواد په دليلونو وزيراعظم د پي آئي اے د نجائي کولو په حق کښې فيصله کړې ده۔
سرچينې وائي وزيراعظم پي آئي اے ته د٢٣ اربه روپو ورکولو دهوائي چلند دوزارت غوښتنه رد کړه اؤ غونډه کې دپرائيوټائزيشن عمل تر بشپړيدو پورې پي آئي اے فعال ساتلو فيصله وشوه. سرچينې وائي د وفاقي وزير فواد حسن فواد په مشرۍ کې يوه کميټۍ جوړه کړې شوې ده چې دا معلومه کړي چې د پرائيوټائزيشن تر بشپړيدو پورې به د پي آئي اے فلائټ اپريشن جاري ساتلو لپاره څومره خرچ کيږي۔
دسرچينو له مخې په امريکا کې دپي آئي اے ملکيت هوټل روزويلټ هم په خصوصي فهرست کې شامل دى.