کوئټه کښي د فورسز او ترهګرو ترمينځه د ډزو په تبادله کښي يو صوبيدار شهيد او دري ترهه ګر مړه شوي دي۔
باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د سپټمبر په 14مه ماښام د کوټې په ولي تنګي سیمه کې د ترهګرو او امنیتي ځواکونو تر منځ د ډزو تبادله وشوه.
د آئي ايس پي آر ترمخه د ترهه ګرو او فورسز ترمينځه د ډزو په تبادله کښې درې ترهګر وژل شوي او په ډزو کښې صوبدار قيصر رحيم شهيد شوے دے۔
د آئي ايس پي آر ترمخه د ډزو په تبادله کښې يو عسکر هم سخت ژوبل شوے دے۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې امنيتي ځواکونه د ترهه ګرۍ ختمولو ته ژمن دي، د زړورو سرتېرو قربانۍ زمونږ عزم مضبوطوي.