نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په اړه غونډه رابللې ده۔
باغي ټی وی رپورټ
د سرچينو له مخې نگران وزيراعظم نن دوې مهمې غونډې رابللي دي چې يوه يې د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو او بله د بجلۍ د غلا په اړه ده.
غونډه كښې به د خزانې وزارت او اوګرا پشمول د اړوندو ادارو چارواكي ګډون كوي او د توانائي وزارت چارواكي به وزيراعظم ته د بجلۍ غلا په ضد د اقداماتو راپور وړاندې كوي۔
د يادونې وړ ده، چې په هېواد کې په هرو پنځلسو ورځو کې د نفتي توکو بيې ټاکل کېږي او نن له غرمې وروسته د نفتي توکو د بيو د لوړېدو امکان څرګند شوى دى.