تورخم پوله نن نهه ورځې پس د عام مسافرو او سوداګریزو هلو ځلو لپاره پرانستل شوه

0
104

نصیب شاه شینواري

د پاک افغان پولې تورخم له پرانیستلو وروسته د دواړو خواوو د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو لپاره د تجارتي مالونو ډک ګاړي پاکستان ته او له پاکستان څخه تجارتي توکي وړونکو ګاړي افغانستان ته داخل شوي دي.

یو عینې شاهد وای چې کله افغانستان څخه یو تجارتی مال وړونکې ګاړې پاکستان ته داخل شول نو په ځای ولاړ اولس او مزدورانو د خوشحالۍ غږونه پورته کړل.

وروسته له هغه چې د تورخم بندر له دواړو غاړو څخه د مسافرو د تګ راتګ او سوداګریزو فعالیتونو لپاره پیل شو، د سوداګرو، ټرانسپورټرانو او خلکو په منځ کښې د خوښۍ څپې را څرګندې شوې او د دواړو هېوادونو د پولې د پرانیستلو د پرېکړې هرکلۍ وکړې شو.

سرکاري سرچینو له مخه تورخم پولې له دواړو غاړو د پیاده تګ او سوداګریزو فعالیتونو لپاره له پرانیستلو وروسته د دواړو هېوادونو چارواکي د پولې په صفري نقطه کې امنیتي دندې ترسره کوي او عام مسافرو تګ راتګ او سوداګرۍ هلې ځلې په ښه ارامه پیل شوي دي.

دا خبره مهمه ده چې پرون کابل کښې د پاکستان ناظم الامور عبیدالله نظامانی له افغان وزیر خارجه امیر خان متقي سره وکتل او د بارډر په اړه ی ټینګار وکړو چې بیا روسته د پاکستان حکومت اعلان وکړو چې پوله به د جمعې په ورځ سهار خلاصه شي.
ویل کیږي افغان چارواکو له لوري پاکستان سره ژمنه شوې چې د دافغانستان خاوره به د پاکستان په ضد نه کارول کیږي.

Leave a reply