سپريم کورټ به نن د نيب ترميمي مقدمې فيصله اوروي۔

باغي ټی وی رپورټ
سپريم کورټ د نن اورېدنې روسټر جاري کړې ده چې پکښې وئيلي شوي دي چې د نيب ترميمي مقدمې فيصله به نن غرمه 12:15 بجې اورولې شي۔
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن د نېب ترمېنځ په ضد درخواست جمع کړې وو۔
سپريم کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په درخواست باندي 53 اوريدنه کړي ده۔
د پاکستان د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ کې درې کسيز بينچ د سپټمبر په پنځمه د دې کېس فيصله محفوظه کړې وه او په دې لړ کې جسټس عمر عطا بنديال وويل چې د ريټائرمنټ نه وړاندې به د دې مهم مقدمې فيصله کوي.
د سپريم کورټ درې کسيزه بنچ کې چيف جسټس آف پاکستان جسټس اعجازالاحسن او جسټس منصور علي شاه شامل دي.






