د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال تيره ورځ د خپل ريټائرمنټ نه وړاندې بينچ ته په خپله وينا کې وويل زه د الله شکر ادا کوم چې د ملک خدمت او انصاف مې ترې واخست.

0
112

باغي ټی وی رپورټ

د پاکستان چيف جسټس عمر عطا بنديال سبا له خپلې چوکۍ نه تقاعد کيږي او د هغه پر ځای به د سترې محکمې مشر قاضي فائز عيسيٰ د سپټمبر په ۱۷مه د پاکستان د چيف جسټس په توګه لوړه کوي.

تېره ورځ د سترې محکمې په بنچ کې چيف جسټس عمر عطا بنديال د وکيلانو او خبريالانو مننه وکړه او ويې ويل چې تاسو ټولو ملګرو ته ښه راغلاست وایم.

وکيل ميا بلال وويل کله چې په هاي کورټ کې دا ستاسو لمړۍ مقدمه وه نو زه ستاسو مخې ته حاضر شوى وم، نن په سپريم کورټ کې ستاسو وروستى کيس دى، بيا هم زه حاضر يم، ميا بلال.

وکيل ته په خبرو کې چيف جسټس عمر عطا بنديال وويل چې ستاسو مقدمه غير موثره شوې ده خو که دلائل ورکړي نو زړه خوشحاله ساتل ښه خبره ده.

وکيل ميا بلال وويل چې تاسو تل زمونږ خبرې په صبر سره اوريدلې دي په کومه چې جسټس عمر عطا بنديال وويل دا زمونږ فرض ده چې د هر چا خبرې په صبر سره واورو، بار همېشه ملاتړ او زده کړه ترلاسه کړې ده.

چيف جسټس آف پاکستان وئيلي دي چې تور کوټ اغوستلو سره مونږ ځان د بار برخه ګڼو، جسټس ساحر علي وئيلي وو چې بار زمونږ مور ده انشاالله مونږ به د بار روم کښې ملاقات کوو۔

قاضي القضات عمر عطا بندیال وویل: “په رسنیو کې له خپلو همکارانو مننه کوم چې زه یې په زړه کې ساتلی یم، زه د رسنیو د نیوکو هرکلی کوم، رسنۍ باید پر پریکړو نیوکه وکړي، خو پر قاضیانو نه.

قاضیان د نیوکو په ځواب کې له ځانه دفاع نشي کولای.” په قاضي نیوکه وکړئ، وګورئ چې دا د حقیقت یا قیاس پر بنسټ دي، د قاضیانو نیوکه باید د دروغو پر بنسټ نه وي.

چيف جسټس وويل زه د الله شکر ادا کوم چې د ملک او انصاف دپاره مې د خدمت دپاره راولېږل، ما د الله دپاره خپله دنده ترسره کړه.

Leave a reply