د کراچۍ احتساب عدالت د پيپلز پارټۍ د مشر ډاکټر عاصم خلاف د ۱۷ اربه روپو د کرپشن ريفرنس چيئرمېن نيب ته لېږلو حکم کړی دی.

0
149

باغي ټی وی رپورټ

احتساب عدالت د ډاکټر عاصم حسېن او نورو په ضد د ۱۷ اربه روپو د کرپشن په اړه د ريفرنس اورېدنې په مهال ټول ريکارډ چيئرمېن نيب ته لېږلو حکم کړی دی کوم چې د ۷ کالو راهسې التوا دی.

د بدعنوانۍ د مبينه ريفرنس اورېدنې په مهال عدالت د ډاکټر عاصم او نورو په ضد د ريفرنس او ​​د هغې ټول ريکارډ د ډي جي نيب کراچۍ په ذريعه چيئرمېن نيب ته د لېږلو حکم وکړو.

عدالت په خپل حکم کې وئيلي چې سندهـ هاي کورټ په څلورم ستمبر نيب ته د ريفرنس د بيرته لېږلو فيصله کړې وه او د عدالت په حکم عمل کولو سره دغه ريفرنس بيرته لېږل کيږي .

د نيب ترمخه ډاکټر عاصم او نورو د ګيس په قراردادونو کښې د ١٧ اربه روپو د کرپشن تورونه دي۔

احتساب عدالت د ډاکټر عاصم درخواست رد کړې، د ملزم خلاف ريفرنس د ۷ کالو راهسې اورېدنه روانه ده.

Leave a reply