د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وئيلي دي چې د کالاباغ ډيم نه جوړول خطا وه او چا چې دا غلطي کړې ده هغه دې محاکمه شي، کالاباغ ډيم د ارزانه انرجي او اوبو ترلاسه کولو لپاره ضروري ده۔

باغي ټی وی رپورټ
د پاکستان د انرژۍ په نندارتون او کنفرانس کې د ګډون پر مهال د پنجاب ګورنر بليغ الرحمان وويل چې د کالا باغ ډيم په جوړولو کې کورنيو او بهرنيو عناصرو خنډونه اچولي دي.
د لاهور په ایکسپو سنټر کې جوړې شوې نندارتون کې د ګډون پر مهال نوموړي وویل، پخواني ولسمشر ایوب خان د هېواد درې سیندونه هند ته ورکړل، ولس د تېرو وختونو د ناسمو پرېکړو عذاب ګالي.
ده زياته کړه مسلم ليګ نون قوم د انرجۍ بحران نه راويستو، کالاباغ ډيم د ارزانه انرجي او اوبو ترلاسه کولو لپاره ضروري ده کوم چې په قدرتي توګه جوړ شوي جهيل دي۔
د پنجاب ګورنر وويل، انرژي د هر هېواد اساسي ضرورت او د پرمختګ اساس دی، د انرژۍ د نندارتون جوړېدل د هرکلي وړ دي، په دې کې د خصوصي سکتور شتون به د انرژۍ بحران په ختمولو کې مرسته وکړي.
په دې موقع د پاکستان د انرجي نندارتون او كنفرنس تنظيموونكي او ګډون كوونكو وويل چې د برېښنا له بحران څخه د وتلو لپاره بايد متبادلې لارې ولټول شي، حكومت دې د آئي پي پيز په معاهدو د بيا غور كولو خبرې وكړي۔
د لاهور په ایکسپو سنټر کې شوي نندارتون کې د سلو نه زیات سټالونه لگول شوي وو چې پکې د کور دننه او بهر ملکونو هم خپل سټالونه ایښي وو.





