نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د انټلي جنس بيورو (آئي بي) څخه رپورټ غوښتي چې د مس يونيورس په مقابله کې د پاکستان نوم کومې کمپنۍ استعمالوي.
باغي ټی وی رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير مرتضي سولنګي وئيلي دي چې د پاکستان حکومت د مس يونيورس د ښکلا مسابقه کښې د پاکستان نمائندګي لپاره څوک نه دي نومولي۔
په یو بیان کې د اطلاعاتو وزیر ویلي چې حکومت د مس یونیورس ښکلا سیالۍ لپاره کومه پاکستانۍ ښځه نه ده نومولې.
تر دې وړاندې د مس یونیورس په نوم د ښکلا په سیالۍ کې د پنځو پاکستانیانو د ګډون خبرونه مخې ته راغلي وو، سینئیر خبریال انصار عباسي په خپل سوشل میډیا اکاونټ پوښتنه کړې وه چې دغو ښځو ته چا د پاکستان استازیتوب کولو اجازه ورکړې؟
د سرچينو ترمخه وزيراعظم خارجه دفتر ته هدايت کړى چې دبئي چارواکو سره دې تماس ونيسي چې څنګه يوه شخصي کمپنۍ د ښکلا مقابلې لپاره دپاکستان نوم استعمال کولى شي.
له دې وړاندې وزیراعظم د انټلی جنس بیورو (IB) څخه هم رپورټ غوښتی وو چې په دې معامله کې د پاکستان نوم کومې کمپنۍ استعمال کړی دی.
د سرچينو ترمخه استخباراتي ادارې وزيراعظم ته راپور ورکړى چې په دوبۍ کې دفلپائني اوسيدونکې کمپنۍ دښکلا مسابقو لپاره دپاکستاني ميرمنو څخه درخواستونه غوښتي دي.
بل پلو د کراچۍ ښار ایریکا روبین د پاکستان لومړۍ مس یونیورس شوه.
د لاهور حرا انعام، د راولپنډۍ جیسیکا ولسن، د امریکا د پنسلوانیا اوسیدونکی پاکستانۍ ملیکا علوي او د پنجاب سبرینا وسیم هم په دې سیالیو کې شاملې وې.
ایریکا روبین به د مس یونیورس سیالۍ کې د پاکستان استازیتوب وکړي چې د روان کال په نومبر کې په ایل سلواډور کې ترسره کیږي.