تورخم پوله له سبا سهار خلاصیږي، افغانستان ژمنه وکړه چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي

د تورخم پوله خلاصیدو پریکړه ددې پس وشوه چې افغان چارواکو ددې باور ورکړو چې دا خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارول کیږي
0
744

نصیب شاه شینواري
نن په نهه ورځ هم د تورخم پوله د هرقسم تګ راتګ لپاره تړل شوې وه خو په داسې وخت کښې پاکستان او افغان چارواکو ترمینځ د یوې مهمې ژمنې او پریکړې پس د پولې د خلاصولو پریکړه شوه.
د افغانستان وزیر خارجه امیر خان متقي او په کابل کښې د پاکستان ناظم الامور عبیدالله نظامانی ترمینځ خبرو کښې د افغان لوري ژمنه وشوه چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد استعال نه شی ، ویل کیږي چې هم دا ژمنه ددې لامل شو چې د سبا سهار څخه به پاک افغان پوله تورخم د مسافر تګ راتګ او د سوداګرۍ توکي وړونکي ګاړو پر مخ پرانستل شي.

دا یادونه باید وشي چې نن نهمه ورځ ده چې تورخم پوله د هر قسم تګ راتګ لپاره تړل شوې ده، پوله د پاکستان له لوري هغه مهال وتړل شوه چې په د افغان لوري تورخم کښې افغان امنیتي چارواکو په لانجه منه پوسته تعمیراتي کار پیل کړو، دواړو اړخونو په یو بل ډزې پیل کړې چې له امله ی پوله د هرقسم تګ راتګ په مخ وتړل شوه.
…………………………………………………..

Leave a reply