د ترهگرۍ ضد عدالت د پي ټي آئي د مشرې ياسمين راشد د علاج دپاره دائر درخواست منلې ده.

0
191

باغي ټی وی رپورټ

د روغتیا پخوانۍ وزیرې ډاکټر یاسمین راشد د سرطان د درملنې لپاره د ترهګرۍ ضد عدالت کې درخواست جمع کړی و چې په کې یې له سروسز روغتون څخه د سرطان معایناتو د ترسره کولو اجازه غوښتې وه.

د ترهګرۍ ضد عدالت د ياسمين راشد د علاج لپاره درخواست منظور کړی او عدالت د جيل چارواکو ته امر کړی چې د ياسمين راشد سروسز روغتون کې د سرطان معاينه وکړي.

محکمې امر کړی چې د زندان چارواکي دې یاسمین راشد د سرطان معایناتو لپاره روغتون ته یوسي.

د نهې په ورځ د ترهه ګرۍ مخنيوي عدالت جج ابهر ګل خان د مې په نهمه نېټه د ياسمين راشد خلاف شېرپاؤ پل باندې د ادارو په ضد د خبرو کولو او د اور لګېدنې مقدمې اورېدې چې پکښې پوليس هغه عدالت ته وړاندې کړې وه.

عدالت پخوانی وزیر په ۱۴ ورځو جوډیشل ریمانډ جیل ته ولیږلو.

Leave a reply