نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وايي، هغه افغان کډوال چې ويزې او اسناد نه لري، ژر به بېرته واستول شي.

0
175

باغي ټی وی رپورټ

په يو بيان کې د نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وويل مونږ بايد په دې پوه شو چې دغه وسلې په تور بازار کې خرڅيږي، بي ايل اي، ټي ټي پي او داعش دغه وسلې لري.

هغه زياته کړه، چې له دغو وسلو څخه غير دولتي عناصر کار اخلي، دغه وسلې په پنجګور او نوشکي کې په بريدونو کې کارول شوې وې.

سرپرست وزيراعظم وويل هغه افغان کډوال چې ويزې او اسناد نه لري په سمدستي توگه بيرته واستول شي، ځينې کسان زمونږ دکورنۍ ونې ته ننوتي دي او شناختي کارډونه يې جوړ کړي دي.

Leave a reply