په پاکستان کې ۹۵٪ پاکستانیان له بې روزګارۍ ویره لري، په داسې حال کې چې یوازې ۵٪ د کار د خوندیتوب ډاډمن دي.

باغي ټی وی رپورټ
اپسس پاکستان د عامه افکارو پر بنسټ یوه نوې سروې خپره کړې چې له مخې یې په تېر یوه کال کې د بې روزګاره پاکستانیانو په شمېر کې ښکاره زیاتوالی راغلی دی.
د سروې له مخې ۹۵ سلنه پاکستانيان د هېواد د حالاتو له کبله له بېکارۍ وېره لري، په داسې حال کې چې یوازې ۵ سلنه د کار په خوندیتوب ډاډه دي.
په سروې کې ۶۳ سلنه ویلي چې دوی یا هغه څوک چې دوی یې پېژني خپله دنده له لاسه ورکړې، او ۹۹ سلنه ویلي چې د ورځني اړتیا وړ توکي اخیستل ستونزمن دي، په داسې حال کې چې ۹۹ سلنه ویلي چې د کور یا موټر په اخیستلو ډاډه نه دي.
د سروې له مخې په سلو کې ۹۶ پاکستانیانو په راتلونکي کې د خپلو مالي اړتیاوو د پوره کولو لپاره د سپما کولو او پانګونې په برخه کې خپله ناتوانه ښودلې ده.






