امریکا په پاکستان کې د ازادو، عادلانه او پر وخت انتخاباتو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

0
155

باغي ټی وی رپورټ

په واشنگټن کې دخبرو اترو په مهال دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند ميټيو ملر وئيلي دي چې پاکستان دامريکا يو مهم ملگرى دى، پاکستان دامريکا په اولسي اؤ حکومتي کچه اړيکو ته ارزښت ورکوي.

نوموړي په خپل مطبوعاتي بريفنګ کې وويل چې په پاکستان کې بايد ازاد، عادلانه او پر خپل وخت ټاکنې وشي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چارواکي ټینګار کوي چې د ټاکنو بهیر باید د پاکستان له قوانینو سره سم ترسره شي.

دامريکا دبهرنيو چارو دوزارت وياند دخپل مطبوعاتي بريفنګ په ترڅ کې وويل چې دبشري حقونو، اساسي ازادۍ او دقانون حاکميت ته بايد درناوى وشي.

Leave a reply