د کراچۍ میټروپولیټن کارپوریشن (KMC) ښاروال مرتضی وهاب چارواکو ته خبرداری ورکړی چې په 30 ورځو کې دننه د ښار بازارونو او صنعتی سیمو کې قانوني ریکوری یقیني کړي که نه نو د اړوندو افسرانو پروړاندې به اقدام وشي.

باغي ټی وی رپورټ
د کراچۍ ښار میئر د KMC د ریونیو راټولولو اړوند څانګو غونډه کښې د اربونو روپو اثاثو په نامناسب ریکوری باندې د خفګان څرګندونه وکړه.
مرتضی وهاب اړوندو افسرانو ته په خطاب کې وويل داسې نه شي کېدای چې خلک د KMC په زمکو کاروبار کوي او اداره قرضداره وي.
هغه هدايات ورکړ چې د ځمکو اداره دې په شارع فيصل، II چندريګر روډ، يونيورسټۍ روډ او سندي مسلم سوسائټي کښې د زمکو فوري سروې وکړي او د KMC په زمکو کښې د قائمه کوټيج صنعتونو نه د واجباتو جمع کولو ترڅنګ دې د زمکو سروې وکړي.
هغه وويل چې اړونده افسران دې په 30 ورځو کې دغه لارښوونې عملي کړي که نه نو په ضد به يې گامونه اخستل کيږي.
میئر کراچۍ ته هدایت وکړو چې د لینډ ډیپارټمنټ، سلم ډیپارټمنټ، پی ډی اورنګي او ریاستي محکمو چالان دې د QR کوډ په اساس وي او د 30 ورځو دننه د KMC بازارونو څخه د 100 ملیون روپو ریکوری یقیني کړي.






