د ګرانډ ډيموکريټک الائنس (جي ډي اے) مشر پير صدرالدين شاه راشدي وئيلي دي پاکستان تر هغه وخته پورې ترقي نۀ شي کولى ترڅو چې په سندهـ کې د کرپټو مافيا نظام مات شوى نۀ وي.

0
172

باغي ټی وی رپورټ

په کراچۍ کې د جي ډي اې بي بيړنۍ غونډه د پير صدرالدين شاه راشدي په مشرۍ کې شوې چې پکې سيد زين شاه، صفدر عباسي، عرفان مروت او سردار رحيم او د سندهـ يونايټډ ګوند حسنين مرزا ګډون کړی و.

غونډې ته په وينا کې صدرالدين شاه وويل په عبوري حکومت کې دپيپلز پارټۍ استازي دپوځ سرلښکر لخوا اعلان شوې پاليسۍ ناکامه کول دي.

هغه وويل په سندهـ کې دبيوروکريټيکو بدلونونو يوه پټه خبره ده چې د اندېښنې وړ خبره ده. په وزيراعلي هاؤس کې هم کوم بدلون نۀ دى راغلى اؤ د نيب سره تړلي افسران اوس هم په واک کې دي.

ده غوښتنه وکړه چې په سندهـ کې دې بې طرفه چارواکي په فوري توګه تعینات کړل شي.

Leave a reply