د پوځ مشر جنرال سید عاصم منیر ترکیې ته د خپل سفر پر مهال د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان، د بهرنیو او دفاع وزیرانو، د ترکیې د پوځ له لوی درستیز او د ترکیې د پوځ او هوايي ځواکونو له قوماندانانو سره وکتل.

0
168

باغي ټی وی رپورټ

د پوځ سرلښکر د خپل سفر په مهال په انقره کې د ترکيې د ستر مشر مصطفی کمال اتاترک د مزار د زيارت او د ترک لېنډ د ځواکونو د مرکزي دفتر څخه هم ليدنه وکړه.

د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال سيد عاصم منير تركيې ته د خپل رسمي سفر په موقع د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دفاعي او تربيتي مرستې په زياتولو زور راوړو۔

د پوځ سرلښكر په سيمه كښې د امن او استحكام لپاره د تركيې د ځواكونو د هلو ځلو ستائنه وكړه۔

آئي ايس پي آر وئيلي دي چي د آرمي چيف دوري په موقع ترکي مشرانو د روان کال په فرورۍ مياشت کښې په ترکيه کښې د زلزلې په مهال د پاکستاني پوځ انجينئرانو د مسلکي خدماتو اعتراف اوکړو۔

Leave a reply