امارت اسلامي په کابل کښې درې کسیزه کمیټي جوړه کړې

0
94

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د اسلامی امارت مشرانو د خبریالانو د مشکلاتو هوارولو لپاره یوه درې کسیزه کمیټي جوړه کړې ، د کمیټي مقصد دادې چې د خبریالانو او د میډیا مرکزونو کښې کارکوونکو کسانو د مشکلاتو حل کولو لپاره ګامونه پورته کړي.

د افغانستان اسلامی امارت د قطر سیاسي دفتر یو مشر سهیل شاهین په ټویټر پانړه لیکلي چې په دې درې کسیزه کمیټۍ کښې یو غړې د کلتور کمیشن، یو تن د خبریالانو د یونین او دریم تن به د پولیس ډیپارټمنټ نه شامل وي .
نوموړي وای چې ددې کمیټۍ اهم مقصد به دا وی چې د خبریالانو په مسلو او ستونزو نظر اوساتي اوددې ستونزو د ختمولو لپاره ګامونه پورته کړې شي.

Leave a reply