د پنجاب حکومت پرېکړه کړې چې د مې د نهمې نېټې د سانحې د تورنو کسانو د محاکمې د پرېکړې عملي کول يقيني کړي.

0
141

باغي ټی وی رپورټ

د پنجاب نگران وزيراعلي محسن نقوي د مې د نهمې نېټې پېښې په اړه په درې ورځو کې د لاهور د ټولو چالانونو د وړاندې کولو امر کړی او د جڑانواله پېښه کې د سوځول شويو ۱۳ کلیساګانو د جوړولو چارې په دوو اوونیو کې بشپړې کړي.

د پنجاب د نگران وزيراعلي محسن نقوي په مشرۍ کښې يوه غونډه شوې چې پکښې د نهم مئي او جڑانواله پيښو په اړه د پرمختګونو جائزه اخستې شوې ده.

په غونډه کې د پنجاب نگران وزيراعلي د دريو وزيرانو او سينئر افسرانو مشتمل ټيم ته د جڑانواله دوره کولو او رپورټ وړاندې کولو هدايات کړي او د نهم مئي د پيښو په اړه د لاهور د ټولو چالانونو په دريو ورځو کښې د جمع کولو حکم هم ورکړے دے۔

د دې نه علاوه په غونډه كښې دا هم فيصله وشوه چې په 9م مئي به په جېل كښې د ملزمانو د ورځنۍ مقدمې په پرېكړه عمل كولې شي۔

بلخوا د پنجاب نګران وزيراعلي ته بريفنګ ورکولو په مهال وئيلي شوي چې په جڑانواله کښې د 9 کليساګانو د جوړولو او ترميمولو کار بشپړ شوے دے په کوم باندې چې محسن نقوي په دوه هفتو کښې د 13 نورو کليساګانو د جوړولو او ترميمولو هدايات ورکړے دے۔

Leave a reply