د پاکستان د تحریک انصاف مرستیال مشر او د بهرنیو چارو پخواني وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي.

0
71

باغي ټی وی رپورټ

شاه محمود د اسلام اباد په ځانګړې محکمه کې د سېفري مقدمې د اورېدنې په مهال په لاسونو کې وړاندې کړی شو، چې په ترڅ کې يې له رسنيو سره په غير رسمي خبرو کې وويل، چې موږ له هېواد سره مينه لرو او زه ډاډه يم، چې ما هېڅکله له هېواد سره خيانت نه دی کړی.

هغه وویل چې مرګ حق دی، چیرته چې زنداني شم، د اعدام سزا څو قدمه لیرې ده، زه په ډاډ سره وایم چې وطن ته وفادار یم، که خیانت مې کړی وي، زه به په دار ځړول ومنم.

شاه محمود وويل چې دپي ټي ائي چيرمين هم ؤ او يو شان دى، هيڅ ابهام نشته، ما د پاکستان مفاداتو ته اوليت ورکړ، هيواد داقتصادي او آئيني بحران سره مخ دى، د دې حل شفاف انتخابات دي.

هغه زیاته کړه، د شخصي غرور نه پورته فکر پکار دی، هېواد په کړاو کې دی، هر څوک باید په خپلو رویو بیا کتنه وکړي.

شاه محمود د عدالت په کمره کې خبریالانو سره خبرې وکړې

بل خوا د عدالت په کمره کې شاه محمود قريشي خبريالانو سره د خبرو په مهال ويلي دي چې زه په اډياله جيل کې د قيد تنہائي تېروم، د نورو بنديانو په شان ما ته هم د جيل نه بهر د تګ اجازه نه ورکول کېږي او نه مې د کور خوراک څښاک راځي.

هغه وويل عدالت ځنډولاى شي، تياره نۀ وي، پرون دکورنۍ سره ملاقات وشو، ماشومان اؤ ميرمنې اډياله جيل ته راغلې، زما کورنۍ دا مهال تر ټولو زيات شکنجه کوي، زه د مئ د نهمې نيټې په پيښو کې بې گناه يم. _ هو، زه هلته نه وم، زما ښځه هغه وخت ناروغه وه او ما د هغې پالنه کوله.

ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن بدل نه شي كولې، د پي ټي آئي چيئرمېن شپ په اړه قیاسونه او غلط فهمي رامخې ته كېږي، هغه د خارجه وزير په توګه تل د ادارو دفاع كړې۔

Leave a reply