لنډی کوتل کښې ځایی اولس،سوداګرو د تورخم بارډر زر خلاصولو غوښتنه کړې ده

0
253

باغي ټی وی رپورټ

د پاک افغان پوله تورخم په اړه د خېبر ضلعې په لنډي کوتل بازار باچا خان چوک کښې احتجاج وکړو. په احتجاج کښې د کسټم کلیرینس ایجنټس تورخم اتحادیی مشرانو، سیاسي مشرانو، سوداګرو او عام وګړو احتجاجي پرلت پیل کړو.

په لنډۍ کوتل بازار کې د تورخم پولې د تړل کېدو په تړاو د شوي احتجاجي ناستې ګډونوالو وویل، چې د پاک افغان پوله تورخم دې زر تر زره د دواړو خواوو د پیاده تګ او سوداګریزو فعالیتونو پر مخ پرانیستل شي.

احتجاج کوونکو ټرانسپورټرانو، مشرانو او د تورخم پولې د سیاسي مشرانو د وینا له مخې که تورخم پوله زر خلاصه نه شي نو په تورخم پوله به تر پرانېستلو پورې نه ختمیدونکي احتجاجي پرلت پیل کړي.

Leave a reply