په نيو کراچي کښي د پيښي په مهال غلو په دوه وروڼو باندي ډزي کړي چي په نتيجه کښي ئي يو تن مړ شوے دے۔
باغی ټي وی رپورټ
د امير جهانزيب په نوم يو ځوان چې له پېښې روغ وتلى، وويل، چې دى او ورور يې په صدر سيمه کې په يوه کال سنټر کې کار کوي، نن سهار له دندې تر پاى ته رسېدو وروسته په موټر سايکل سرجاني ټاون کې خپل کور ته روان و، چې پر موټر سايکل سپرو دوو تنو پرې ډزې وکړې. په مرکز کې د پټرول پمپ سره نږدې يې د ټوپک په زور ودرول او لوټ يې کړل.
د امير په وينا، ملزم د مقاومت په مهال ډزې وکړې، چې له امله يې د هغه ٣٥ کلن ورور عمر جهانزېب سخت ټپي شو، چې په سمدستي توګه عباسي شهيد روغتون ته ولېږدول شو، خو د درملنې په ترڅ کې يې ساه ورکړه.