د پیښور او تورخم لویه لار په جمرود کښې ښځو بنده کړې ده

باغی ټي وی رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل جمرود تخته بیګ او وزیر ډنډ سیمه کښې ځایی ښځو پاک افغان لویه لار بندولو سره احتجاجي مظاهره کړې ده.
ښځو په ملک کښې د روانې ګرانۍ په ضد دا احتجاجي مظاهره کړې او د حکومت او د سيمې د چارواکو په ضد يې هم نعرې وهلې، په دې موقع ښځو ویلي چې په جمرود شاه کس سیم کښې چې کومې زمکې خرڅې کړې شوې دي ، په دې کښې ښځو له برخه نه ده ورکړل شوې ، کوم چې دوی سره ظلم او ناانصافي ده.

د یادونې ده چې تیره ورځ هم دې ښځو د پیښور او تورخم لویه لار د احتجاج په توګه بنده کړې وه.






