ولسمشر ډاکټر عارف علوي به هر وخت د ټاکنو نېټه اعلان کړي.

باغي ټي وي رپورټ
د سرچينو له مخې عارف علوي هر وخت دانتخاباتو نيټې اعلان کولى شي.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر د قانون له وزير سره په کتنه کې د ټاکنو د نېټې پر اعلان هم خبرې کړې دي.
سرچینه وايي، د قانون وزارت په دې نظر دی، چې د ټاکنو د نېټې اعلان د ټاکنو کمېسیون واک دی.
بل خوا د مسلم ليګ (ن) وياندې مريم اورنګزېب ويلي چې عارف علوي دې د صدارتي دورې پوره کېدو وروستو د صدارتي ماڼۍ خالي کولو نېټه ورکړي، بستر دې پورته کړي او د پي ټي ايي سيکرټريټ ته دې لاړ شي.
هغه وويل، اقتصادي ترهګر ټاکنې نه غواړي، خو په هېواد کې اقتصادي، سياسي او اساسي قانون بحران، په هېواد کې سوله او ثبات په زندانونو کې ناست دولتي او اقتصادي ترهګر نه شي زغملای.
د ليګ مشر عطا تارړ ادعا کوي چې د پاکستان د ولسمشر د کار موده د سپټمبر په نهمه پای ته رسېدلې ده، هغه موقت ولسمشر دی، چا ورته د ټاکنو د نېټې د ټاکلو واک ورکړی؟ موقت ولسمشر د نوي ولسمشر تر ټاکلو پورې په خپله دنده پاتې کېږي.






