د بجلئ غلا خلاف کریک ډاؤن په مهال فیصل آباد، جهنګ، ټوبه ټیک سنګ، میانوالی، سرګودها، راجن پور حیدر آباد، بدین، جیکب آباد او کشمور پشمول ټول ملک کښي د بجلئ چور خلاف کاروائي کولو سره په سلګونو غیرقانوني کنکشنونه منقطع کړي شوي دي.

0
77

باغي ټي وي رپورټ

په سندهـ کښي د بجلئ غلا خلاف کمپاين کاميابولو لپاره چيف سيکرټري يوه خاصه کميټي جوړه کړې ده، کميټي کښي به د ډي آئي جيز، ضلعي ډپټي کمشنران، ايس ايس پيز، حيسکو او سيپکو استازي شامل وي۔

د نوټيفيکيشن له مخې کمېټۍ به د هغو فيډرانو ډيټا وړاندې کوي چې زيات لائن لاسز لري.

د ملتان اليکټرک پاور سپلائي کمپنۍ (ميپکو) د پيپلز پارټۍ پخواني ايم پي اے ممتاز علي چنګ خلاف د بجلۍ غلا مقدمه شروع کړې ده۔

بل اړخ ته د راجن پور بستی پراهار کښي د بجلئ چور خلاف کاروائي کوونکې میپکو ټیم یرغمال کړے شوے دے۔

په بهاولپور سيمه کښي د بجلئ چور خلاف د ميپکو چارواکو د عملياتو په مهال په حاصل پور او اوچ شريف کښي په کورونو او زرعي ټيوب ويلونو کښي کنډک لګولو سره د بجلئ مستقيم بند کړے شوے دے۔

د فیصل آباد د بریښنا سپلائی شرکت (فیسکو) د غلا مخنیوي ځانګړو ټیمونو د فیصل آباد، جهنګ، ټوبه ټیک سنګ، میانوالی او سرګودها په بیلا بیلو سیمو کې عملیات کړي چې په ترڅ کې یې ۸۷ د بریښنا غلا کوونکي په لاس کې نیولي او د دوی ټولې کنکشنونه یې پرې کړي دي. لګول شوی

Leave a reply