د کراچۍ په موچکو ټل پلازه کې یوه سپرلۍ چې د ټېکس غوښتنه کوله ډزې وکړې او یو کیشیر یې ټپي کړ.

0
157

باغي ټي وي رپورټ

د پولیس وینا ده چې موچکو په ټل پلازه کې د ټېکس غوښتلو په سر سخته جنجال شوی چې وروسته موټر چلوونکي له ګاډي څخه وسله واخیسته.

تورن کس پر کیشیر باندي ډزي کړي او هغه یې ټپي کړی دی او تورن له پيښي وروسته تښتیدلی دی.

د پېښې سي سي ټي وي هم مخې ته راغلی چې پکې د ملزم مخ او د ګاډي نمبر واضح دی.

Leave a reply