د ټول هیواد په میډیکل کالجونو کې د داخلو لپاره نن د MD CAT امتحان اخیستل کیږي.

باغي ټي وي رپورټ
د کراچۍ، لاهور، کوټې او پېښور په ګډون په مختلفو ښارونو کې په ميډيکل کالجونو کې د داخلو لپاره د داخلې ټېسټ روان دی چې په زرګونو زده کوونکي پکې برخه اخلي.
په دې لړ کې دوه ورځې وړاندې د پاکستان ميډيکل اينډ ډينټل کونسل واضحه کړې وه چې د MD CAT امتحان به د ستمبر په 10مه نيټه په ټول ملک کښې اخستل کيږي، بله کومه ټسټ به نه وي نو کومو ماشومانو چې ټيسټ لپاره رجسټرډ کړې وي هغه به خپلو اهلکارو ته ورسيږي۔ د ازموینې مرکزونه
د پي ايم ډي سي وياند په دې اړه وئيلي دي چې د ايم ډي سي اېټ امتحان په يو وخت د ملک په 31 ښارونو کښې اخستل کيږي چې پکښې 180 زره نه زيات اميدواران برخه اخلي په کوم کښې چې په نړيوالو مرکزونو کښې 382 طالب علمان د ايم ډي کټ امتحان ورکوي 185 نوماندان په نړیوال مرکز دوبۍ کې او 197 په سعودي عربستان کې ازموینه ورکوي.
د پي ايم ډي سي وياند وويل چې په پنجاب کې ٦٦٨٧٥، سندهـ کې ٤٠٥٢٨، خيبرپښتونخوا کې ٤٦٤٣٩ او بلوچستان کې ٩٢٣٠ اميدواران د ايم ډي سي اېټ امتحان ورکوي، دغه راز په ګلګت کې ٩٢٦، آزاد کشمير کې ٤٠٣٦ او اسلام اباد کې ١٢١١٨ اميدواران د ايم ډي سي اېټ امتحان ورکوي.
د پوهنې وزارت چارواکي وايي، د MD CAT د داخلې ازموینې لپاره په امتحاني مرکزونو کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي او په ځینو امتحاني مرکزونو کې دفعه ۱۴۴ هم لګول شوې ده.
بل خوا د لوړو زده کړو وزارت د MD CAT ازموینې د اخیستلو پلان ناکام کړی دی. په دې اړه د لوړو زده کړو وزارت سکرتر وايي، لسګونه هغه نوماندان هم نیول شوي، چې د بلیو توث وسیله یې نقل کړې وه.
د تعليم سيکرټري وويل چي د بلوتوتھ په ذريعه د ازمويني د ورکولو په اړه يو پټ ګروپ خبر ورکړے شوے دے۔