د حافظ اباد په پنډي بهټيان سيمه کې د بس په ترافيکي پيښه کې وژل شوى ډرائيور درې اوونۍ وروستو له فيصل اباد څخه نيول شوى دى.

باغي ټي وي رپورټ
د پوليسو وياند ترمخه دموټروے پوليس دپيښې مقدمه درج کړې اؤ د بس ډرائيور مجاهد يې مړ اعلان کړى اؤ په دغه کار سره دموټروے پوليس دقانوني کاروائي څخه بچ شوى دى.
ویاند تایید کړه، چې پېښه د بس چلوونکي مجاهد حسین د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته شوې، چې له تېلو ډک پک اپ لارۍ یې پر مخ روانه وه.
پولیس وايي، د جسدونو د ډي این اې رپورټ په ډاګه کړه چې موټر چلوونکی ژوندی و.
نيول شوي موټر چلوونکي په لومړنيو څرګندونو کې ويلي، چې له پېښې سمدستي وروسته يې له بس څخه کودتا وکړه او تښتېدلى دى.
ياده دې وي چې درې اونۍ وړاندې هم د کراچۍ نه اسلام اباد ته روان يو بس په پنډي بهټيان کې له ټکر سره مخ شو چې په نتيجه کې يې ۲۰ کسان مړه او ۱۵ نور ژوبل شوي وو.






