د اسلامي امارت د مشرتابه د دفتر رئیس او مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت ساحو او فارمونو څخه لیدنه ترسره کړی.

0
72

د اسلامي امارت د مشرتابه د دفتر رئیس او مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت ساحو او فارمونو څخه لیدنه ترسره کړی.

10 سپتمبر یکشنبه 2023

د کرنې، مالدارۍ او ابیارۍ وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فتر رئیس، د اقتصاد وزیر او و سره مل پلاوي د ننګرهار کانال شرکت بېلابېلې ساحې او فارمونه له نږدې وکتل.

 

د ننګرهار د کانال شرکت چارواکي وایي، چې د مشرتابه د دفتر رییس مولوي احمد جان بلال، د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف، د چارو ادارې د تدارکاتو عمومي رییس، د خزاینو رییس، چې د ننګرهار کانال شرکت رییس مولوي غلام الرحمن کظیم یې ملتیا کوله د کانال شرکت د زیتونو فابرېکې، مالدارۍ فارم، خرما باغ، ماهیانو پروژې، کانال ورکشاپ او له یو شمېر نورو ساحو څخه له نږدې لیدنه وکړه.

اړوند موضوعات

د ننګرهار کانال ریاست وایی چې د هډې فارم کې مو د نیږدې دوه زره ځنګلاتي بوټو د کرکيلې لړۍ روانه کړی.

 

راغلي پلاوی د یاد شرکت ټول کارونه وستایل او په ټولو برخو کې یې د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړ

Leave a reply