کابل ښاروالي وایي: سږ کال په کابل ښار کې به د ۵ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې شي.

0
287

کابل ښاروالي وایي: سږ کال په کابل ښار کې به د ۵ میلیارد افغانیو په لګښت ۱۵۰ پروژې پلې شي.

10 سپتمبر یکشنبه 2023

 

د افغانستان اسلامي امارت د کابل ښاروالۍ وايي، سږ کال به په کابل ښار کې د ۵ میلیارد او ۲۴۰میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۵۰ پروژې پلې شي، چې ۸۵ پروژې یې د سړک جوړونې او ۱۱ یې د کانالونو جوړونې په برخه کې دي.

 

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي، چې د یادو پروژو ټول لګښت د ښاروالۍله بودجې څخه ورکول کېږي.

اړوند موضوعات

د لوګر ولایت ځینو سیمو کې د ۸۸ میلیونه افغانیو په لګښت پراختیایي پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

نوموړي یادې خبرې پخپله یوه تازه مرکه کې چې د ملي تلویزون سره یې کړې زیاته کړې، چې په یادو پروژو کې د سرک او کانالونو سربیره، تنظیف، ترافیک او نور د ښار اړوند چارې هم شاملې دي، چې د ۱۴۰۲ کال تر پایه به یادې پروژې بشپړې شي.

Leave a reply