پاکستان او افغانستان حکومت او مشران د یو لوی ژور سوچ او فکر ته اړتیا لري

فایل فوټو
نصیب شاه شینواري
نن پینځمه ورځ د چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ ګډه پوله په تورخم کښې تړل شوې ده، په پوله مهال د دواړو هیوادونو ځواکونو له لوري په یو بل ډزې پیل شوې او پوله وتړل شوه کله چې افغان سرحدی چارواکو په یوه امنیتي پوسته باندي کار پیل کړو.
تورخم پوله تړلو له امله په لنډی کوتل کښې په سلګونو افغان مسافر چې پکښې ښځینه ، ماشومان او بوډاګان دي بند پاتې دي او د سختو ستونزو سره مخ دي.
د سرچینو مطابق که چې افغان چارواکو په یوه امنیتي پوسته کار پیل کړو نو پاکستاني چارواکو او افغان چارواکو ترمینځ تاو تریخوالۍ مخې ته راغلو او ډزې ی پیل کړې.
په داسې وخت کښې چې افغانستان کښې پاکستان ته د صادرولو لپاره د افغانستان تازه میوې په زرګونو ټنونو راوړل پیل شوي ، د پولې تړل د دواړو هیوادونو په زیان کښې دي.
د جمعې په ورځ په اسلام آباد کښې د افغانستان سرپرست سفیر محمد سردار شکیب او د افغانستان لپاره د پاکستان نماینده آصف دراني وکتل، افغان نماینده پاکستان د افغان مسافر د ستونزو څخه خبر کړو او په پاکستان ته ی ده خبره په ډاګه کړه چې د پولې تړل د دواړو هیوادونو لپاره د لوی زیان لامل کیږي نو باید پوله د هرقسم تګ راتګ لپاره خلاصه شي.
د پاکستان نماینده هیله څرګنده کړه چې په پوله به ډیره زر د تګ راتګ لپاره خلاصه شي خو نن پینځمه ورځ ده چې پوله د هرقسم تګ راتګ لپاره تړلې ده.
دلته دا خبره ضروري ده چې دداسې پيښو څخه د پاکستان او افغانستان دښمنان ګټه پورته کوي او دوی په افغانستان او پاکستان سیمه کښې ناامني لپاره اور ته پوکي ورکوي چې دا به د دواړو ګاونډي اومسلمان هیوادونو د امنیت او پرمختګ لپاره ی یو خنډ جوړ شي.
دا یو حقیقت دې چې چین غواړي چې د ټولې نړۍ سره خپل هیواد وتړلي او دغه شان خپل هیواد ته پرمختګ ورکړي، چین غواړي چې د سي پیک لویه پروژه کښې افغانستان هم شامل کړي چې دا جنګ ځپلې هیواد هم پرمختګ وکړي خو په داسې وخت کښې د پاکستان او افغانستان دښمنان دا نه غواړي چې د چین لویه پروژه د پاکستان او افغانستان په ګټه تمامه شی او دې پروژې سره په پاکستان او افغانستان کښې پرمختګ وشي او دې هیوادونو کښې خوشحالي راشي.
داسې وخت کښې د پاکستان او افغانستان چارواکي باید داسې کوم کار او قدم وا نه خلي چې ددې سیمې امنیت او اقتصاد ته زیان ورسي.
افغانستان او پاکستان باید ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې هواري کړي، دا کار به د پاکستان او افغانستان په ګټه شي او که چرې پاکستان او افغانستان په خپل مینځ کښې په جنګ شي نو ددې هیوادونو دښمنان به ددې نه ناوړه ګټه پورته کړي.
……………………………………………..





