د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي وايي، هېواد کې د سمګلنګ پر ضد کمپاین روان دی او هیچا ته به اجازه ورنه کړل شي چې خپله ایجنډا د ټوپک په زور عملي کړي.
باغي ټي وي رپورټ
د خصوصې سرمايه کارۍ آسانتيا کونسل (SIFC) غونډې نه پس د كورنيو چارو نگران وزير سرفراز بګټي د وفاقي وزيرانو سره په ګډه خبري بريفنګ وكړو چې په مهال يې ووئيل چې هيڅ قسمه تشدد به د منلو نه وي او نه به څوك خپله اېجنډا د ټوپک په زور نافذ كړي۔ اجازه به ورنکړل شي.
ده ووئيل په هېواد كښې د سمګلنګ په ضد كمپاين روان دې٬ وفاقي او صوبائي حكومتونه د سمګلنګ ختمولو لپاره په ګډه كار كوي او د غير قانوني كډوالو په اړه ئې پالېسي جوړه كړې ده۔
بل خوا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر جلیل عباس جیلاني ویلي چې د پانګونې لپاره به سوداګرو ته اوږدمهاله ویزې ورکول کېږي.
د انفارمېشن ټېکنالوجۍ نگران وزير ډاکټر عمر سيف وئيلي دي چې د ټيکس نظام ډيجيټل کيږي۔
د قانون او د ماحولياتو د بدلون نگران وفاقي وزير عرفان اسلم وئيلي دي چې د اوبو د بچ کولو په اړه به ډير زر جامع پاليسۍ راوستلې شي۔