لنډي کوتل کښې د پاکستان او افغانستان ترمینځ په تورخم پوله امن او سولی راوستلو لپاره د امن لاریون ترسره شو

0
201

نصیب شاه شینواري

پاک افغان پوله تورخم سره نزدې د خېبر ضلعې لنډی کوتل بازار کښې د بلدیاتی حکومتونو نمائندګانو او د نورو سماجی حلقو او مشرانو په مشرۍ کښې د پاک افغان کړکیچ په حقله د امن لاریون تابیا شوې وه.

د سولې دغه لاریون د لنډې کوتل بازار باچا خان چوک څخه پیل او تر لنډي کوتا پریس کلب پورې ورسېدو، د لاریون ګډون کوونکو وویل چې مونږ په افغانستان او پاکستان دواړو کې سوله غواړو او د دواړو هېوادونو چارواکي باید خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، مشرانو وویل چې مونږ جګړه نه غواړو.

د چهارشنبې په ورځ افغان او پاکستانی سرحدی ځواک ترمینځ نښته او ډزو کواو له امله د تورخم پولې د تړل کېدو له امله د دواړو خواوو زرګونه خلک اغېزمن شوي، دوه اړخيزه سوداګري هم اغېزمنه شوې ده، په داسې حال کې چې خلف د امنيتي اندېښنو او وېرې له امله له تورخم بندره کوچ کړې دې. لنډۍ کوتل خوندي ځای ګرځېدلی او د پولې د تړل کېدو له امله مسافر او ناروغان هم بند پاتې دي.

د تحصیل کونسل ډپټي چیرمین ولي محمد شینواری ،ورسره چیرمین عبد الراوف او افتاب شینواری له پاکستان او افغانستان چارواکو غوښتی چې د تورخم لانجه دې له خبرو اترو له لارې هواره کړي.

مشرانو اوویل د پولې تړلو له امله د دواړو هېوادونو اولس اندېښمن دي، د پاکستان او افغانستان چارواکي دې ياده ستونزه د خبرو اترو او دوستۍ له لارې هواره کړي او د تورخم پوله دې د تګ راتګ او سوداګريزو فعاليتونو پر مخ پرانيزي.

مشرانو اوویل چې په سیمه کښې خلق د اول څخه د سختو مالي ستونزو سره لاس او ګریوان دی او تورخم پوله چې وتړل شوه نو دا ستونزه نورع هم زیاته شوې ده

دوی غوښتنه وکړه چې پوله دې د عام اولس ،مسافرو او سوداګرۍ توکي وړونکي ګاړو په مخ خلاصه کړي.

د لنډي کوتل په دې امن جلسه او لاریون کښې د سيمه ايزو حکومتونو نمايندګان یاد وزیر شینواری عزیزالله اپریدی. حاجي خان شینواری. نوید شینواری حاجی شیر افریدی ،عطاالله افریدی کلیم الله شینواری، سمیع الله اپریدی، کلیم الله شینواری، رحمان شینواری او نور مشران هم برخه اخستونکي وو.

Leave a reply