د لاهور ضلعې انتظامیې پریکړه کړې چې د سیپټمبر په 10 مه د MD CAT ازموینې دمخه د ښار په 9 ځایونو کې دفعه 144 پلي کړي.

0
41

باغي ټي وي رپورټ

ضلعي انتظاميي د ايم ډي سي اے ټي امتحان په لړ کښې د امتحاني مرکزونو سل ميټره دننه د دفعه 144 نافذولو نوټيفيکيشن هم جاري کړے دے۔

د ضلعي انتظاميي ترمخه د اتوار په ورځ به د يونيورسټي آف ايجوکيشن ټاون شپ، ګورنمنټ کالج يونيورسټئ، لاهور کالج فار وومن يونيورسټئ او ګورنمنټ اپوا کالج جيل روډ په شاوخوا سيمو کښي دفعه 144 نافذه وي۔

د ضلعي انتظاميي ترمخه د ډي پي ايس سکول ماډل ټاون، ډي پي ايس سکول ټاون شپ، ګورنمنټ گريجوئټ کالج فار وومن ټاون شپ او گورنمنٹ کوئن ميري کالج په شاوخوا سيمو کښي به دفعه 144 نافذ وي۔

ضلعي انتظاميه وائي چي امتحاني مرکزونو ته به وسله، موبائل فون او ډيجيټل آلات راوړل جرم وي او امتحاني عمله او اميدواران به هم پابند وي چي ممنوع مواد نه راوړي۔

Leave a reply