د پاکستان او افغانستان تر منځ سوداګري له لسیزو راهیسې له ۱۱ کلن کمښت وروسته د تېر کال د جولای په میاشت کې یو ځل بیا لوړه شوه

0
198

باغي ټي وي رپورټ

چې د روان کال تر جون میاشتې پورې د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۱ میلیارده ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسېد. ۱۱ کاله وړاندې د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم ۳ میلیارده ډالرو ته رسېدلی و، خو له ۲۰۱۲ کال وروسته په کمېدو پیل شو او په ۲۰۱۴ کال کې د سوداګرۍ حجم یو میلیارد ۴۰ میلیونو ډالرو ته راټیټ شو.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې پخوانی رییس زاهد شینواری وايي، د روان کال تر جون میاشتې پورې د دواړو هېوادونو تر منځ دوه اړخیزه سوداګري ۱.۸ میلیارده ډالرو ته رسېدلې، خو د ګمرکي تصفیې د ستونزو له امله زرګونه بار وړونکي موټر له پولې د تېرېدو په حال کې دي.

څو ورځې يې ولاړ دي، چې له امله يې سوداګر اضافي کرايه ورکوي او صادرات يې هم اغېزمن شوي دي.

ضياء الحق سرحدي وويل، تېر کال له پاکستان څخه افغانستان ته د ٩٦٨ ميليونه ډالرو په ارزښت دوه نيم لکه ټنه بوره، سمنټو، درمل، خوراکي توکي او د څارويو خوراکي توکي صادر شوي دي.

هغه زياته کړه، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ٨٩٣ ميليونه ډالرو په ارزښت صادرات شوي، چې سکاره، سبزيجات او مېوې او نور توکي په کې شامل دي.

سوداګر وايي، په هېواد کې د برېښنا د بیلونو د لوړېدو، د تېلو د بیو لوړېدو او د ډالرو کمښت سوداګري ټولنه اندېښمنه کړې ده.

ده غوښتنه وكړه چې وفاقي حكومت دې د كاروبار كولو آسانتيا رامنځته كولو لپاره سمدستي ګامونه پورته كړي چې د كورنۍ بهرنۍ اسعارو ذخائر زيات شي۔

Leave a reply