د بلوچستان په قلعه عبدالله کې پوځ، ایف سي، د مخدره موادو ضد ځواک (ANF) او لیویز په ګډو عملیاتو کې دوه زره کیلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه کړي دي.

0
78

باغي ټي وي رپورټ

د ګډو عملیاتو په ترڅ کې ۳۰۰۰ کیلوګرامه کیمیاوي مواد کشف او له منځه وړل شوي او په ۱۰ جریبه ځمکه کې د نشه يي توکو د کښت مخه نیول شوې او ۴ تنه نیول شوي دي.

د بلوچستان حکومت یوه ویاند وویل چې د قانون پلي کونکو د دې اقدام ستاینه وکړه چې 938 کیلوګرامه چرس یې له منځه یوړل او د هغې 15 کارخانې یې لیرې کړې.

د وياند په وينا، د پاکستان د پوځ د دولسم قول اردو د قوماندان په مشرۍ د قانون پلي کوونکو ځواکونو ټول نيول شوي نشه يي توکي په سوځولو سره له منځه وړي دي.

د بلوچستان د اطلاعاتو سرپرست وزیر جان اڅکزي ویلي دي چې د بلوچستان حکومت به د مخدره موادو غیر قانوني کاروايي ونه زغمي او دا ډول عملیات به دوام ولري.

Leave a reply