د جماعت اسلامي امير سراج الحق وايي، داسې حکمرانان چې ملک تباه کوي بايد ډډه وشي.

باغي ټي وی رپورټ
دجماعت اسلامي امير سراج الحق منصوره کې ختم نبوت کانفرنس ته په خپله وينا کې وويل چا چې دهېواد بنسټونه تباه کړي دي بايد حساب ورسره وشي، خلک دې دجماعت اسلامي ملاتړ وکړي.
د ظلم او فساد نظام.
سراج الحق وویل، له محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم وروسته بل پیغمبر نشته، څوک چې په دې خبره ایمان نه لري، هغه مسلمان نه دی، د مسلمان په توګه زموږ دنده ده چې د ختم نبوت ساتنه وکړو، اسلامي نظام له بحرانونو د وتلو یوازینۍ لار ده. د مسلمانانو تر منځ د ایډیالوژیکي ګډوډۍ لپاره فتنې رامنځته شوې.
د جماعت اسلامي امير وويل هيواد له ستونزو څخه يواځې داسلامي نظام په پلي کولو سره راويستلى شي، داسې واکمنان چې هيواد يې تباه کړى بايد مخنيوى يې وشي، هغه چا چې دهېواد بنسټونه وران کړي دي بايد حساب ورسره وشي.
هغه زیاته کړه چې د استحصال په ختمولو سره هیواد له بحرانونو څخه د وتلو لپاره باید د ظالمانو سره مقابله وشي.





