کال ٢٠٠٩ نه تر کال ٢٠٢١ پورې په افغانستان کښې په زرګونو وګړي وژل شوي : رپورټ

0
80

باغي ټي وي رپورټ

د ملل متحده شاخ یوناما د افغانستان عام وګړو د وژنې او د زخمي کیدو یو رپورټ جاري کړې چې پکښې اوښودل شوی چې د کال ۲۰۰۹ نه ترکال ۲۰۲۱ پورې څومره افغان وګړي په روان جنګ کښې قتل اوټپیان شوي.

د رپورټ مطابق په افغانستان کښې د جنګ په دوران کال ۲۰۰۹ کښې ۱۰۵۲ افغان وګړي وژل شوی او ۱۴۴۰ تنه ټپیان شوي دي، په کال ۲۰۱۰ کښې ۱۲۸۱ افغانان مړه او ۱۹۹۰ زخمیان شوي.
د رپورټ مطابق په کال ۲۰۱۱ کښې ۱۵۷۵، کال ۲۰۱۲ کښې ۱۱۵۹، کال ۲۰۱۳ کښې ۱۳۴۴، کال ۲۰۱۴ کښې ۱۶۸۶ ، کال ۲۰۱۵ کښې ۱۶۱۵، کال ۲۰۱۶ کښې ۱۶۴۴، کال ۲۰۱۷ کښې ۱۶۷۲، کال ۲۰۱۸ کښې ۱۷۲۹، کال ۲۰۱۹ کښې ۱۴۲۲، کال ۲۰۲۰ کښې ۱۳۰۴ او په کال ۲۰۲۱ کښې ۱۹۵۹ افغانانو ژوند له لاسه ورکړې.
یاده دې وي چې کله نه چې په افغانستان کښې د طالبانو کنټرول راغلې نو په ملک کښې د افغانانو وژنه بنده شوی، په ۱۶ اګست چې کله امریکایانو د کابل په حامد کرزي هوای ډګر کښې په عامو خلقو ډزې پیل کړې نو ددې ډزو په نتیجه کښې هم پینځه تنه اووژل شول.
د عام افغان وګړو وینا ده چې د جنګ نه تنګ شوي او دوی د جنګ ختمیدل غواړي چې افغانان په صلح او خوشحالۍ کښې ژوند وکړي

Leave a reply