د کوئټې اليکټرک سپلائي شرکت (کيسکو) په ټوله صوبه کښې د بجلۍ چورانو په ضد عمليات کړي دي۔

0
71

باغي ټي وی رپورټ

د کيسکو مشر عبدالکريم جمالي وويل، په نوشکي، پشين، خانزوى او لورالايي کې د ٦٧ برېښنا چورونو اړيکه پرې شوې او برېښنايي سامانونه يې ضبط کړي، او د برېښنا د چور پر ضد يې د ايف آئي آر د درج کولو درخواستونه اړوندو پوليسو ته سپارلي دي.

د کېسکو مشر له مخې په خضدار کې د 50، په سبي کې د 8 او لورالايي کې د 4 د بجلۍ بلونو نه ادا کولو په تور د 50 نادارانو کنکشنونه پرې کړل شوي دي.

عبدالکریم جمالي وویل چې په کوټه کې د څه باندې ۲۳ میلیونه روپیو په ارزښت د سمنټو د یوې غیر فعالې فابریکې او په کوټه کې د ۴۴ میلیونو روپیو په ارزښت د یوې غیر فعالې یخ فابریکې اړیکې هم د بلونو د نه ادا کولو له امله قطع شوي دي.

Leave a reply